Jump to content

کندهار ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کندهار
د ارغنداب د رود یوه نظاره
اړوند
پلازمېنه
لقب
لوی کندهار
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
۱٬۴۳۱٬۸۷۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکښي شاملې اداري سیمي
رسمي ژبه
د سيمې اصلي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
  لړۍ...
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۵۴٬۰۲۲ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
بنسټګر
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۰۰′شمال ۶۵°۳۰′ختیځ / 31.0°شمال 65.5°ختيځ / 31.0; 65.5
Map

کندهار د هېواد سوېل لویديځ ته په ۱۲ او ۱۳ دقیقو، ۲۰ او ۲۵ ثانیو شمالي عرض البلد کي پروت ولايت دى او د افغانستان د لويو تاريخي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. کندهار ولايت په ۱۴۰۰ هجري لمریز کي شاوخوا ۱۳۶۸۰۳۶ نفوس لري، چي دښار ترڅنګ ددغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو لکه سپین بولدک، پنجوایي، میوند، ژیړۍ، خاکریز، غورک، نیش، شاه ولي کوټ، میاه نشین، ارغستان، معروف، ښورابک، ریګ، تخته پول، دامان، ارغنداب او ډنډ کي هم پروت دی. د منديگک تاريخي سیمه د کندهار په ۲۰ کيلو مترۍ کي موقعيت لري، چې د لرغون پېژندني له مخي د برنج او مفرغ په دورو پوري اړه لري.

پر همدې اساس له ميلاده مخکې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو په منځ کي د سند، پارس او بين النهرين گرځندويانو او سېلانيانو دې تاريخي مرکز ته تگ راتگ کاوه. له هرات، باختر او سیستان خڅه کوچيان هم په دې تاريخي لاره تېرېدل. دا حوزه په اوېستا کي د هراوارتي په نامه ياده سوې ده او د اراکوزيا د نوم يادونه هم د همدې ځاى لپاره سوې ده. په لومړيو مرحلو کي دلته کرنيزي ځمکي وې.

کندهار هغه مهال ډېر شهرت ترلاسه کړ کله چي په ۱۷۴۷ ز کال کي احمد شاه درانی د افغانستان واکمن ومنل سو او کندهار یې د هېواد د پلازمېنې په توگه وټاکه. د ښار په مرکز کي د مېوند ودانۍ وجود لري، چې په ۱۸۷۱ ز کال جوړه سوې ده. خرقه شريفه له بخارا نه دې ښار ته د احمدشاه بابا په پیر کي راوړل سوې ده. د ميروېس خان نيکه او احمدشاه بابا زيارتونه په همدې ښار کي دي او د کندهار چهل زينه يې د غره په لمنه کي پرته ده چې تاريخي ارزښت لري او په پای برخه کي یې د بابر شاه ياداښت په ډبره کي کيندل سوی دى. کندهار په ۱۷۰۸ز کال کې ميرویس خان د خپل حکومت د مرکز په توگه وټاکه، هغه په کوکران کي موقعيت درلود چې د اوسني کندهار ښار په لویدیځ کي موقعيت لري. بايد ووايو چي لوى سکندر په اراکوزيا یا اوسني کندهار کي د اسکندريه په نوم يوه لويه کلکه پوځي او دفاعي کلا جوړه کړه چي د کندهار عظمت او حېثيت يې په لرغونې زمانه کي لوړو پوړو ته ورساوه.

اداري وېش[سمول]

د کندهار ولايت د ۴۷۶۷۶ کيلو متره مربع ځمکي په لرلو سره د اداري وېش له مخي په لاندي ډول وېشل سوی دی :

د کندهار اوبه او هوا[سمول]

کندهار د استوايي اقليم لرونکی دى، سويل خواته يې د شورابک او سرې شگي د دښتو شتون ددې ولايت ځانگړتياوي صحرايي او نيمه صحرايي ته اړولي دي. په کومو ځايونو کي چي شين غر او کافرجر غرونه موقعيت لري او د ارغنداب سيند يې له کوزنيو سويلي برخو نه تېرېږي، هوا يې معتدله وي، او د ډنډ، پنجوايي، مېوند، ارغنداب او د شگې ولسوالۍ د ښي او زړه راکښونکي هوا لرونکې دي. پورته يادي سوي ولسوالۍ په پسرلي او اوړي کي ښه مرطوبه هوا لري، ژمی يې نسبتا معتدل او اوړی يې تود وي. د اوړي په تودو مياشتو کي یې د تودوخي لوړه درجه ۴۰ سانتي گرېډه، منځنۍ درجه ۱۹سانتي گرېډه او تيټه درجه يې ۵ سانټي گرېډو ته راښکته کېږي . د کلني اورښت اندازه يې له ۲۰۰-۳۰۰ ملي مترو پورې ټاکل سوې ده، خو په شگلنو سيمو کي له ۸۰ ملي مترو څخه کمه وي.

ځمکنئ جوړښت[سمول]

د احمد شاه بابا له لوري د عصري کندهار لمړئ جوړښت په مستطیله بڼه وو چي شمال ته یې عیدګاه دروازه، ختیځ ته یې کابل دروازه، سوېل ته یې ښکارپور دروازه او لویدیځ ته یې هرات دروازه پرته وه. ددې دروازو په جوړښت سره کندهار ښار د یوې کلا بڼه غوره کړې وه، چي د هري دروازې پر سر یې یوه دانه توپ او لاندي یې د اوبو وتلو لپاره سلبونو شتون درلود. د دراني او بارکزي واکمنیو پر مهال په کندهار کي داحمدشاهي جوړښت مهم ځایونه ارګ بازار، سدوزو کوڅه او شهیدانو چوک بلل کېدی، خو د ظاهرشاه او داوودخان د حکومت په اوږدو کي د نوي ښار (شهرنو) او نورو ځایونو منځته راتګ کندهار ولایت پراخه کړ او ورپسې په یوویشتمه پېړۍ کي دمهمو پروژو د پلي کېدو په پایله کي تر کابل وروسته دویم لوی ښار وګرځېدی.

کندهار د خپل ځمکني جوړښت له امله د افغانستان په سوېل لویدیځه حوزه کي هلته پروت دی چیري چي د هند او ایران د اقتصادي وصل نقطه تیریږي. دغه ولایت د ارغند درې په اوږدو کي له تاریخي پلوه په داسي ډول پروت وو چي بهرنیو او تیریګرو ځواکونو ته یې درې ستري ګټي درلودې، چي عبارت له ځواکمني جنګي قوې، حاصل ورکوونکي ځمکي او اقتصادي لاري څخه وې. د کندهار شمال او لویدیځ ته د ارغند دره هغه سیمه ده چي د ظاهرشاهي کانال په مرسته ددې ولایت مرکزي او سوېلي سیمو ته هم اوبه رسوي. د ښار په لویدیځ کي د فیل غر (فیل کوه) شتون لري، چي له اړخه یې د کندهار ولایت مرکز له ارغنداب، خاکرېز، شاولي کوټ ولسوالیو او روزګان ولایت سره نښلي، د یادو سیمو سره د نښلون لپاره د کندهار ولایت په شمال کي د کوتل مرچه په نوم بل ځای هم سته.

د کندهار سوېل ته د ډیورنډ تر کرښي پوري د ریګ سیمه پرته ده چيري چي د ترنک سیند تیریږي. په شمال ختیځ کندهار کي د عینومیني ښارګوټۍ چي دغه ولایت ته یې عصري ښکلا ورکړې ده د کندهار_کابل پر لویه لاره باندي شمالي لوري ته موقعيت لري.

وگړي[سمول]

د کندهار ولایت لوی شمېر نفوس له پښتنو څخه جوړ دی چي په څنګ کي یې یو شمېر تاجکان، بلوچ، سیدان او قزلباش هم ژوند کوي. په دې ولایت کي تر ډېره پوري د پښتون ټبر اړوند دراني قومونه اباد دي، چي مشهوره ښاخونه یې بارکزي، پوپلزي، الکوزي، نورزي، محمدزي او اڅکزي دي. همدارنګه یو شمېر غلجي پښتانه لکه ترین، هوتک او نور قومونه هم شتون لري.

د کندهار ولایت رسمي ژبه پښتو ده، خو لږ شمېر خلک یې په پارسي ژبه هم خبري کوي.

فرهنگي، پوهنيز او ټولنيز حالت[سمول]

کندهار ولایت یو دولتي پوهنتون او څو دانې خصوصي پوهنتونونه لري. ددې ولایت مشهوره عالي لیسې احمدشاه بابا عالي لیسه، میرویس نیکه عالي لیسه، محمود هوتک عالي لیسه، زرغونه انا عالي لیسه او ځیني نوري دي چي د ښار په بېلابیلو ناحیو کي زرګونه زدکوونکي پکښي زدکړي کوي. کندهار ولایت د افغانستان یوله هغه ولایتونو دی چي د انګلیسي ژبي او کمپیوټر زدکړي مرکزونه یې تر نورو زیات دي او د کندهار تر څنګ د ولسوالیو زدکوونکي هم ورته راځي.

د کندهار ولایت ادیبان او پوهان ددغه ولایت په مرکز کي په کال کي یوځل د انارګل په نوم ادبي مشاعره جوړوي او بیلابیلو سیمه ییزو شاعرانو ته بلنه ورکوي ترڅو خپل شعرونه د نظم او نثر په بڼه وړاندي کړي. سردار مهردل خان کندهاری، مولانا عبدالغفار بریالی، سید عبدالخالق اغا، عبدالکریم رسوا، محمد عیسی کندهاری، محمد انور کندهاری، عبدالباري جهاني او ځیني نور ددغه ولایت مشهوره شاعران او ادیبان ګڼل کیږي. همدارنګه شیرشاه رشاد (د علامه عبدالشکور رشاد زوی)، حیات الله رفیقي، محمد معصوم هوتک، ډاکټر نثار احمد صمد، فضل محمد پنهان، استاد نور احمد قرآن مل، سیف لودین او یوشمېر نور پوهان او لیکوالان هغه خلک دي چي د یوویشتمي پېړۍ په لمړیو لسیزو کي یې لاهم دې ولایت ته پوهنیزي چوپړتیاوي ترسره کړي دي.

تاريخي ځايونه[سمول]

منډیګک

د منډیګک غونډۍ چي 31 متره لوړوالۍ لري له شاوخوا دوه زره کلونو راهیسي همداسي ورانه ویجاړه پرته ده. ددې غونډۍ لمړی ودانۍ چي عمر یې 9000 کاله ته رسیږي د انسان د لاس ډیري لمړنۍ نخښي لکه ځیني توږل سوي ډبري او د څارویو تېره سوي هډوکي دي. همدارنګه د غونډۍ له وروستي پوړ څخه د ژیړو څخه جوړ سوي لوښي هم د تاریخي اثارو په توګه لاس ته راغلي دي.

د اشوکا ډبرلیک

د اشوکا ډبرلیک (کتیبه) له هغه لرغونو اثارو څخه ده چي د کندهار د زاړه ښار له دروازې سره پر یوه لویه ډبره کیندل سوی او په 1337 کال کي کشف سو. ددې ډبري اوږدوالۍ 55 او پسور یې 45_50 سانتۍ متره دی. دا ډبرلیک په یوناني او آرامي ژبو باندي لیکل سوی دی، چي برنۍ دیارلس کرښي یې په یوناني او لاندنۍ اووه نیمي کرښي یې په آرامي لیک باندي لیکل سوي دي. د ډبرلیک ژبه یوناني او پخوانۍ پرثوي (پښتو) ده اوله میلاد څخه 250 کاله پخوا هغه مهال ته ورګرځي کله چي اشوکا بودایي دین کندهار ته راوړ.

د خرقې شریفي زیارت او مسجد

د خرقې شریفي زیارت نوې ودانۍ تر احمدشاه بابا وروسته د کندهار ارګ بازار شمالي لوري ته په 1186 هجري قمري کي د تیمورشاه دراني له لوري جوړه او په 1190 هجري ق د روژې د میاشتي پر لمړۍ نېټه یې کار پای ته ورسېدی، چي پرهمدغه نېټه یې مبارکه خرقه هم ورته راوړل. په دې جامع کي د وخت په تېرېدو سره بېلابېل بدلونونه راغلي دي، چي تر ټولو ستر بدلون یې د سردار محمد عثمان خان له لوري ترسره سو. د خرقي شریفي د زیارت نقاشي د سراج الملت امیر حبیب الله خان په پاچهي کي د امیر د ورور سردار نصرالله خان تر سرپرستۍ لاندي د صوفي عبدالحمید بارکزي په لاس ترسره سول. همدارنګه د زیارت شاوخوا کاشي کاري یوځل د والي وزیر محمد ګل خان مهمند او بیا عبدالغفور خان په سرپرستي ترسره سول، چي خښتي یې حاجي خیر محمد کلال ورجوړولې.

د اوبو سرچينې[سمول]

په کندهار کي د اوبو د تنظیم ریاست چي ددغه ولایت د ابیارۍ فعالیتونه پر غاړه لري به 1380 لمریز کال کي د حامد کرزي د جمهوریت پرمهال رامنځ ته، او ټول 42 نفره کارکوونکي ورته منظور سوه. یاد ریاست د ولایت او ټولو ولسوالیو په کچه د اوبو لګولو د شبکو او او له هغوی څخه د ګټي اخیستلو چاري په غاړه لري. د اوبو د تنظبم ریاست د کندهار ولایت د ارغنداب د عصري شبکو موجوده تاسیسات لکه د دهلې بند، د ارغنداب انحرافي بند، د سويلي ارغنداب د عمومي کانال عمومي سربند او کانال، باباولي او ترنک د کانالونو د بیا جوړلو، ګټه اخیستلو او ساتني چاري سرته رسوي.

د د دهلې بند د کندهار د اوبو لگولو يوه موډرنه پروژه گڼل کېږي، چۍ په خپله ياد سوى بند، د ارغنداب انحرافي بند، د سوېلي ارغنداب عمومي سربند او کانال، د بابا ولي عمومي کانال، د شمال او سوېلي ترنک (لويې ويالې) عمومي کانالونه يې شبکي دي. له يادو کانالونو څخه ٥٥ ويالې جلا سوي دي، دغه راز له ارغنداب سيند څخه هم ښي او کيڼ لوري ته ٥٥ ويالې، چۍ ټولي ١١٠ ويالې کېږي يوه او بل لوري ته غځېدلي دي.

ترانسپورټ او تګ راتګ[سمول]

که څه هم چي کندهار ولایت د شهید داوودخان د پلان پر اساس منظم ترانسپورټ او د تګ راتګ لاري درلودې او د موټرانو ترڅنګ پکښي کوچنۍ ګاډیاني او حیوانات د تګ راتګ لپاره استعمالېدل، خو لوی شمېر سړکان او د پلان مطابق ښاري سیسټم په یوویشتمه پېړۍ کي د جمهوریت له راتګ سره سم پیل سو. د کندهار ولایت لویه مرکزي لاره احمدشاهي جاده نومیږي چي د ښار ختیځ له لویدیځ سره نښلوي، ورپسې ددې جادې ختیځ لوری د مددخان چوک او علامه حبیبي واټ په مرسته د سوېل پر طرف د کندهار مرکزي چوک شهیدانو څلور لاري ته رسیږي، چيري چي د ښار مرکزي او تاریخي ناحیې له یوبل سره نژدې پرتي دي.

د کندهار ولایت په دننه کي د تګ راتګ لپاره ښاري ټکسي او رکشې فعالیت کوي، او د لویي لاري لپاره یې خپل ځانګړي ستر او کوچني موټران سته. ددې ولایت مرکز د عصري پلان پر اساس د اورګاډي له لاري د ډیورنډ کرښي او پاکستان سره نښلي چي لا یې هم په 2024 کي کار نه دی پیل سوی.

د کندهار ولایت هوایي ترانسپورټ د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر، چي پروازونه یې د نړیوالو او کورنیو شرکتونو له لوري ترسره کیږي، په واک کي دی.

ځنگلونه[سمول]

په کندهار ولایت کي دوه مشهوره ځنګلونه د دهلې او عینو میني ځنګلونه دي. د دهلې ځنګل په 2020 او 2021 کلونو کي د جمهوریت ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله څه ناڅه زیان هم ولیدی.

جگړې وراړولي زيانونه[سمول]

په کندهار ولایت کي د شوروي اتحاد، کورنیو اختلافاتو او وروسته امریکایي یرغل خونړیو جګړو نه یوازي ددې ولایت مرکز ته اقتصادي او ځاني زیانونه واړول، بلکي د ولسوالیو جګړو یې د زراعت برخه هم سخته ویجاړه کړل. له اقتصادي پلوه د کندهار ولایت تر ټولو مشهوره فابریکه چي د نخي نساجي فابریکه نومیږي او د ولایت له مرکز څخه پنځلس کیلومتره لیري د دامان په ولسوالۍ کي موقعیت لري په تیرو وختونو کي ددې ولایت اقتصادي ملاتیر بلل کېدی. یاده فابریکه په 1355 کال کي د 29.6 میلیونه ډالرو په ارزښت له شوروي اتحاد څخه راوړل سوه، خو په افغانستان کي د ثور تر کودتا وروسته ددې فابریکې فعالیت په مکمله توګه فلج او له کاره ولوېدی. د ثور تر کودتا څلور لسیزي وروسته کله چي د طالبانو اسلامي امارت دویم ځل واک ته ورسېدی یوځل بیا یې د فابریکې د فعالیت هڅي پیل کړې او په 2024 کي یې له 3200 خرابو ماشینونو څخه 600 بیرته فعال کړه، او د پاته ماشینونو کار یې لاهم جریان لري.

د حامد کرزي او اشرف غني د جمهوریت پرمهال د طالبانو، امریکایې ځواکونو او حکومتي سرتیرو ترمنځ خونړیو نښتو د ارغنداب، خاکریز، پنجوایي، ژړۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو سلګونه پلچکان، باغونه، ويالې او لویي لاري خرابي کړې او د کندهار زراعت او اقتصاد ته یې ستر زیانونه واړول.

کندهار په یوویشتمه پېړۍ کي د جمهوریت او بیا نوي حکومت (اسلامي امارت) تر واک لاندي د سترو فابریکو د جوړولو شاهد دی، چي اصلي صنعتي سیمه یې د ښار په ختیځ کي پرته ده او د صنعتي پارک په نامه یادیږي.

اخځليک[سمول]

    • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، کال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريک د گرځنده کتابتونونو اداره
    • د افغانستان تاريخي زمکپېژندنه، ليکوال: مير غلام محمد غبار، کال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مرکز، صبا کتابتون-پېښور ښار
    • کندهار په 1389 یم کال کي: د افغانستان د اسلامي جمهوریت راپور، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره.